تاسو به (پوره) نېكۍ ته له سره ونه رسېږئ تر هغه پورې چې له هغه (څیز) نه څه حصه خرچ كړئ چې تاسو يې خوښَوئ، او تاسو چې څه څیز هم خرچ كوئ، نو بېشكه الله په هغه ښه عالم دى آل عمران ۳:۹۲ ⧉
تفسیر:
وبه نه رسېږئ -ای مومنانو- د نېکانو ثواب او د هغوی مرتبې ته څو د الله په لار کې هغه مالونه خیرات نکړئ چې تاسو یې خوښوئ، او هغه څه چې تاسو خیرات کوئ لږ وي یا ډېر وي نو بېشکه الله تعالی ستاسو په نیتونو او کړنو پوهه دی، او زر دی چې هر چا ته د هغه د عمل بدله ورکړي.