Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 93 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ عَلَىٰ نَفْسِهِ مِنْ قَبْلِ أَنْ تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ ۗ قُلْ فَأْتُوا بِالتَّوْرَاةِ فَاتْلُوهَا إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 93
ترجمه:
د خوراك ټول شیان د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، مګر هغه (شیان) چې اسرائیل (یعقوب) په ځان باندې بند كړي وو، مخكې له دې چې تورات نازل كړى شي، ته ووایه: نو تورات راوړئ، بيا هغه ولولئ، كه تاسو رښتوني یئ آل عمران ۳:۹۳
تفسیر:
ټول پاک خوراکونه د بني اسرائیلو لپاره حلال وو او له هغو خوړو پرته چې یعقوب علیه السلام د تورات له نازلېدو وړاندې پر ځان حرام کړي وو، نور څه هغوی ته نه ؤ حرام شوي او داسې نه ده لکه یهودیان چې ګمان کوي چې دا حرمت په تورات کې ؤ. ته ورته ووایه -اې پیغمبره- چې تاسو تورات راوړئ او ویې لولئ که چېرې تاسو په خپله دعوه کې رښتیني یئ، نو هغوی حیران شول، او تورات یې رانه وړ، او دا مثال دلالت کوي په دروغو د یهودو په تورات باندې او د هغه د مضمون په تحریف باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 92 راتلونکې آل عمران • آیت 94