سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 93)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
3
آل عمران(آل عمران)، آیت ۹۳
كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ عَلَىٰ نَفْسِهِ مِنْ قَبْلِ أَنْ تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ ۗ قُلْ فَأْتُوا بِالتَّوْرَاةِ فَاتْلُوهَا إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
د خوراك ټول شیان د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، مګر هغه (شیان) چې اسرائیل (یعقوب) په ځان باندې بند كړي وو، مخكې له دې چې تورات نازل كړى شي، ته ووایه: نو تورات راوړئ، بيا هغه ولولئ، كه تاسو رښتوني یئ (۹۳)
تفسیر
ټول پاک خوراکونه د بني اسرائیلو لپاره حلال وو او له هغو خوړو پرته چې یعقوب علیه السلام د تورات له نازلېدو وړاندې پر ځان حرام کړي وو، نور څه هغوی ته نه ؤ حرام شوي او داسې نه ده لکه یهودیان چې ګمان کوي چې دا حرمت په تورات کې ؤ. ته ورته ووایه -اې پیغمبره- چې تاسو تورات راوړئ او ویې لولئ که چېرې تاسو په خپله دعوه کې رښتیني یئ، نو هغوی حیران شول، او تورات یې رانه وړ، او دا مثال دلالت کوي په دروغو د یهودو په تورات باندې او د هغه د مضمون په تحریف باندې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: