سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 95)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۹۵

قُلْ صَدَقَ اللَّهُ ۗ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 95 ٩٥

ته ووایه: الله رښتیا وَیلي دي، پس د ابراهیم د ملت تابع شئ، چې حنیف (پوخ توحید والا) و او له مشركانو څخه نه و (۹۵)

تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی په هغه څه کې چې د یعقوب علیه السلام په اړه یې بیان کړي، رښتیا ویلي دي، او په هغه څه کې چې الله تعالی رالیږلی او روا کړی یې دي، نو تاسې د ابراهیم علیه السلام د دین تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه د ټولو دینونو نه اسلام ته مایل ؤ، او له الله تعالی سره یې هیڅوک په عبادت کې نه وو شریک کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ