هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ (۱۹)
تفسیر
راوباسي ژوندی له مړي څخه، لکه د انسان راویستل له نطفې څخه، او د چورګوړی له هګۍ څخه، او راوباسي مړی له ژوندي څخه لکه د نطفې روایستل له انسان څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او ژوندۍ کوي ځمکه وروسته له وچېدو د باران په ورولو او شنه کولو، او په شنه کولو د ځکمې د را ژوندي کولو په څېر به تاسو هم له خپلو قبرونو څخه د حساب او بدلې لپاره راوځئ.