سوره الروم (رومیان) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۲۰

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ 20 ٢٠

او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ (۲۰)

تفسیر
او د الله له هغو لويو نښانو چې د هغه پر ځواک او يووالي دلالت کوي، اې خلکو له خاورې ستاسو پيداکول دي، کله يې چې ستاسو پلار ورڅخه پيداکړ، بيا تاسو انسانان په تناسل (زېږېدو) زياتېدئ او د ځمکې په ختيځو او لوېديځو کې يې خپرېدئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ