سوره الروم (رومیان) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۲۱

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 21 ٢١

او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي (۲۱)

تفسیر
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې -ای سړیو- تاسو ته یې ستاسو له جنس څخه مېرمنې پېدا کړې دي څو مو نفسونه په همجنستوب سره ډاډ ترلاسه کړي، او ستاسو او هغوی تر منځ یې مینه او لورینه ګرځولې ده، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي هغه قوم خلکو لپاره چې سوچ کوي؛ ځکه همدوی د عقل کارولو څخه ګټه اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ