سوره الروم (رومیان) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۲۴

وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيُحْيِي بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 24 ٢٤

او د هغه له نښو ځنې (دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته۔، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي (۲۴)

تفسیر
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي: دا چې تاسو ته په آسمان کې بریښنا درښایي، او تاسو ته د تندر څخه ویره او د باران هیله یو ځای کوي، او له آسمان څخه د باران اوبه راوروي، چې پرې ځمکه له وچېدو وروسته په ګیاوو شنه کوي، بېشکه په دې کې خامخا ښکاره دلیلونه دي هغه خلکو ته چې عقل کاروي، نو په همدې د مرګ څخه وروسته د حساب او بدلې لپاره د پاڅون دلیل نیسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ