سوره الروم (رومیان) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۳۲

مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا ۖ كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ 32 ٣٢

له هغو كسانو څخه چې خپل دین يې تار په تار كړى دى او ډلې ډلې (پارټۍ پارټۍ) شوي دي، هره یوه ډله په هغه څه سره چې له دوى سره دي؛ ډېره خوشحاله ده (۳۲)

تفسیر
او له هغو مشرکانو مه کېږئ چې خپل دین یې بدل کړی، او په ځینې یې ایمان راوړی، او په ځېنې یې کفر کړی، او ډلې شوي دي، هره ډله یې په خپل باطل باندې خوشاله ده، فکر کوي چې یوازې همدوي په حقه دي او له دوی پرته نور په باطله دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ