سوره الروم (رومیان) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۳۳

وَإِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا أَذَاقَهُمْ مِنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ 33 ٣٣

او كله چې خلقو ته ضرر ورسېږي (نو) دوى خپل رب بولي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي وي، بیا چې كله هغه (الله) له خپل جانبه په دوى رحمت وڅكوي، ناڅاپه په دوى كې یوه ډله له خپل رب سره شریكان نیسي (۳۳)

تفسیر
او کله به چې مشرکانو ته ناروغتیا یا ناچاري یا تنګسه ورسېدله نو یوازې خپل رب به یې رابله په عاجزۍ سره به ورته ورګرځېدل چې مصیبت ترې لرې کړي، خو کله به یې چې ترې د مصیبت لرې کولو لورینه وکړه، نو یو دم یوه ډله له دوی څخه د الله سره نور څه په دعا کې شریکولو ته ورګرځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ