سوره الروم (رومیان) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۳۶

وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوا بِهَا ۖ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ 36 ٣٦

او كله چې مونږ په خلقو خپل رحمت وڅَكوو (نو) دوى په هغه خوشحال شي او كه دوى ته څه سختي ورسېږي د هغو عملونو په سبب چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي (نو) ناڅاپه دوى ناامېده شي (۳۶)

تفسیر
او کله چې مونږ خلکو ته د خپلو نعمتونو څخه کوم نعمت د روغتیا او شتمنۍ ور وڅکو نو پرې خوشاله شي په لویي کولو سره، او که چېرې ورته د خپلو لاسونو د کړنو او ګناهونو له کبله د ناروغتیا او تنګسیا بدي ورسي، نو یو دم د الله د لورینې څخه ناهیلي شي، او د بدۍ له لرې کیدلو هم ناهیلي شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ