سوره الروم (رومیان) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۳۹

وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ ۖ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ 39 ٣٩

او هغه څه چې تاسو يې وركوئ، چې له سوده څخه وي، د دې لپاره چې د خلقو په مالونو كې زیات شي، نو د الله په نېز دغه نه زیاتېږي او هغه څه چې تاسو يې وركوئ چې له زكاته وي، په داسې حال كې چې تاسو د الله مخ غواړئ، نو همدغه كسان ډېر زیاتوونكي دي (۳۹)

تفسیر
او هغه شتمنۍ چې تاسو یې له خلکو څخه یو چاته ورکوئ دې لپاره چې تاسو ته بېرته یو څه زیات درکړي نو د الله په نزد د هغې اجر نه زیاتېږي، او هغه شتمنۍ چې تاسو یې هغه چا ته ورکوئ چې خپله اړتیا پرې لرې کړي او تاسو پرې د الله مخ غواړئ، له خلکو څخه مرتبه او بدله نه غواړئ، نو همدوی هغه خلک دي چې د الله په نزد یې اجر زیاتېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ