سوره الروم (رومیان) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۴۴

مَنْ كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنْفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ 44 ٤٤

هر څوك چې كافر شو، نو په همده باندې (عذاب د) كفر د ده دى۔ او چا چې نېك عمل وكړ، نو دوى خاص د خپلو ځانونو لپاره فرشونه غوړوي (او ځایونه تیاروي) (۴۴)

تفسیر
څوک چې په الله کفر وکړي نو د ده د کفر زیان -چې په اور کې تلپاتې کېدل دي- [هغه ضرر] همده ته ورګرځي، او چا چې نېک عمل وکړ چې د الله رضا غواړي نو خپلو ځانو ته د جنت داخلېدل او نعمتونه ترلاسه کول چمتو کوي همېشه به وي پکې تلپاتې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ