سوره الروم (رومیان) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۴۷

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا ۖ وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ 47 ٤٧

اویقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې خپلو قومونو رسولان ته لېږلي وو، نوهغوى دوى ته په ښكاره معجزو سره راغلل، نو مونږه له هغو كسانو نه چې جرم (كفر) يې كړى و، انتقام (او بدل) واخيست او په مونږه باندې د مومنانو مدد كول حق دي (۴۷)

تفسیر
او بېشکه مونږ له تا مخکې-ای پېغمبره-ډېر پېغمبران خپلو قومونو ته لېږلي، نو دوی ورته په کلکو دلائلو راغلي وو چې د دوی په رښتنولۍ یې دلالت کولو، نو هغه څه یې دروغ وګڼل چې د دوی پېغمبرانو ورته راوړي وو، نو له هغو خلکو مو غچ واخیست چې ناکاره کړنې یې کړې وې، نو په خپل عذاب مو تباه کړل، او پېغمبرانو او مومنانو ته مو د تباهۍ څخه نجات ورکړ، او مومنانو ته نجات ورکول او ورسره مرسته پر مونږ حق او واجب ده چې مونږ پر ځان لازمه کړې ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ