سوره الروم (رومیان) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۵۱

وَلَئِنْ أَرْسَلْنَا رِيحًا فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّا لَظَلُّوا مِنْ بَعْدِهِ يَكْفُرُونَ 51 ٥١

او قسم دى كه مونږ (د دوى په فصلونو داسې ضرري) هوا را اولېږو، بیا دوى دغه (فصل) تك زېړ وویني، (نو) خامخا دوى به له دې نه بعد شي چې كفر به كوي (۵۱)

تفسیر
او که چېرې مونږ د دوی پر کرهنو او ګیاوو باد راولېږو چې برباد یې کړي پرې، نو دوی خپل کښتونه تک زیړ رنګي وویني پس له دې چې شنه وو، نو خامخا به دوی له دې لېدلو وروسته د الله تعالی په مخکینیو نعمتونو کفر کوي سره له زیاتوالي د نعمتونو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ