سوره لقمان (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۱۶

يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ 16 ١٦

اى زما خوږه زویه! بېشكه دغه (د بدۍ او نېكۍ خصلت) چې دى، كه دغه د اوري د دانې په قدر وي، بیا دغه په یو كاڼې كې وي، یا په اسمانونو كې وي، یا په ځمكه كې وي، الله به هغه راوړي، بېشكه الله ډېر باریك بین، ښه خبردار دى (۱۶)

تفسیر
ای زما زویه! بېشکه بدي یا نېکي څومره چې وړه هم وي لکه د اوري دانې هومره، او د یو ګټ په خېټه کې وي چې هېڅوک ترې خبر نه وي، او یا په بل ځای آسمانونو یا ځمکه کې وي؛ نو بېشکه الله به یې د قیامت په ورځ راوړي، او بنده ته به پرې بدله ورکړي، بېشکه الله باریک لېدونکی دی چې هېڅ باریکه شیان ترې نه پټېږي، او په حقائقو او ځایونو یې خبردار دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ