سوره لقمان (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۱۸

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ 18 ١٨

او له خلقو نه خپل مخ مه ګرځوه، او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه الله نه خوښوي هر كبرجن (او) فخر كوونكى (۱۸)

تفسیر
او د لویۍ له کبله له خلکو خپل مخ مه اړوه، او نه د ځمکې په سر له خوښۍ او ځان ته مغرور کېدلو سره ګرځه، بېشکه الله نه خوښوي هر لویي کونکی په ګرځېدو کې، او نه ویاړمن په هغه نعمتونو چې الله ورکړي او په خلکو پرې لویي کوي او د الله شکر پرې نه وباسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ