سوره لقمان (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۲۰

أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً ۗ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ 20 ٢٠

ایا تاسو نه دي كتلي چې بېشكه الله تاسو لپاره په كار اچولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي؛ پوره كړي دي او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې جګره كوي، بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه (۲۰)

تفسیر
آیا تاسو نه دي لېدلي -ای خلکو- چې بېشکه الله پاک تاسو ته له هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي ګټه پورته کول آسانه کړي دي، له لمر او سپوږمئ او ستورو څخه، او همدا راز یې درته آسانه کړي هغه څه چې په ځمکه کې دي د ځناورو ونو او ګیاوو څخه، او بشپړه کړې یې دي پر تاسو خپل ښکاره نعمتونه؛ لکه د څېرې ښایست او د بڼې ښکلا، او پټ (نعمتونه) لکه عقل او پوهه، او د دې نعمتونو سره هم ځینې له خلکو هغه دي چې ناندرې وهي د الله په توحید کې پرته د الله وحی ته له مستند دلیل څخه، او یا روښانه عقل، او نه کوم څرګند کتاب چې د الله لخوا نازل وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ