سوره لقمان (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۲۷

وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِنْ بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 27 ٢٧

او كه په رښتیا سره هره هغه ونه چې په ځمكه كې ده، قلمونه شي، په داسې حال كې چې (سیاهي شي) دغه (محیط) بحر، (بیا) د ده مدد نور اوه بحرونه وكړي (نو) د الله كلمات به خلاص نشي، بېشكه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۲۷)

تفسیر
او که پر ځمکه کې چې څومره ونې دي هغه پرې شي او قلمونه ترې جوړ شي، او سمندر ورته رنګ شي، او که اووه سمندرونه یې مرسته وکړي، نو د الله خبرې به خلاصې نه شي ځکه چې نه ختمېدونکي دي، بېشکه الله تعالی برلاسی دی چې هېڅوک پرې غالب کېدلای نه شي، حکمت والا دی په پېدایښت او سمبالښت کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ