سوره لقمان (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




31 لقمان(لقمان)، آیت ۳۴

إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ 34 ٣٤

بېشكه الله چې دى، خاص له هغه سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى (۳۴)

تفسیر
بې شکه یوازې الله سره د قیامت پوهه ده، نو پوهېږي چې کله واقع کېږي، او باران وروي کله چې وغواړي، او پوهېږي په هغه څه چې په رحمونو کې دي چې نر دی که ښځه؟! نیک بخت دی که بد بخت؟! او هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به کوم د نېکۍ یا بدۍ کار کوي، او نه هېڅوک پوهېږي چې په کومه ځمکه به مري، بلکې الله دې ټولو باندې پوهېږي، بېشکه الله پوهه او خبردار دی په دې ټولو خبرو، هېڅ هم ترې لدې پټ نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ