سوره السجدة (سجده) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۲۳

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُنْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَائِهِ ۖ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ 23 ٢٣

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو ته د هغه (موسٰى) له ملاقات نه مه په شك كې كېږه او مونږ هغه د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و (۲۳)

تفسیر
او بېشکه مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړی ؤ، نو ته په شک کې مه لوېږه -ای پېغمبره- د موسی علیه السلام سره د اسراء او معراج په شپه په مخامخ کېدلو (یعنې هغه لېدل بالکل حق دي) او مونږ په موسی علیه السلام نازل شوی کتاب د بني اسرائیلو لپاره د بې لاریتوب څخه د مخنیوي لارښود ګرځولی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ