سوره السجدة (سجده) (آیت 26)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
32
السجدة(السجدة)، آیت ۲۶
أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ ۖ أَفَلَا يَسْمَعُونَ
ایا دوى ته ښكاره شوې نه ده چې مونږ له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغو په (ورانو) استوګنو كې (تل) تېرېږي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي، ایا نو دوى نه اوري! (۲۶)
تفسیر
آیا ړانده شوي دا خلک دوی ته نه دي څرګند چې مونږ څومره قومونه له دوی مخکې تباه کړل؟! چې اوس دوی د هغوی په هغه کورونو کې ګرځي چې هغوی پکې له تباه کېدو مخکې ګرځېدل، د هغوی له حالت څخه یې پند وانخست، بېشکه په هغه تباهۍ کې چې دې قومونو ته د کفر او ګناهونو له کبله پېښ شوې ده خامخا پندونه دي چې د دوی د پېغمبرانو د ريښتنولۍ لپاره دلیل دی چې دوی د الله لخوا راغلي وو، آیا دا د الله د آیتونو دروغ ګڼونکي د منلو او پند اخیستولو لپاره نه اوري؟!.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: