سوره السجدة (سجده) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۳

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۚ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَتَاهُمْ مِنْ نَذِيرٍ مِنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ 3 ٣

(بلكې) ایا دوى وايي چې ده (محمدﷺ) دا له خپله ځانه جوړ كړى دى، بلكې همدغه ستا د رب له جانبه حق دى، د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې دوى ته له تا نه مخكې هېڅ وېروونكى نه دى راغلى، د دې لپاره چې دوى سمه لاره ومومي (۳)

تفسیر
بېشکه دا کافران وایي: بېشکه محمد خپل رب پورې په دروغو تړلی دی، داسې نه ده څرنګه چې دوی وایي، بکه دا هغه حق دی چې شک پکې نشته، ستا د رب لخوا -ای پېغمبره- پر تا نازل کړی شوی څو ووېروې هغه قوم چې له تا مخکې ورته پېغمبر نه دی راغلی چې د الله له عذاب څخه یې ووېروي، ښایي[تاسو امید ولرئ] چې دوی حق ته لار ومومي نو تابعداري او عمل پرې وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ