سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۱۲

وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا 12 ١٢

او (یاد كړه) هغه وخت چې منافقانو او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و، وویل: مونږ سره الله او د هغه رسول وعده نه ده كړې مګر د دوكې (وعده) (۱۲)

تفسیر
په دغه ورځ منافقانو او کمزوري ایمان والاوو چې په زړونو کې یې شک دی وویل: په دښمن باندې د بریا او پر ځمکه د واکمنۍ وعده نه وه کومه چې مونږ سره الله او د هغه رسول کړې وه پرته له دې چې برباده او بې بنسټه وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ