سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۱۳

وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا ۚ وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ ۖ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا 13 ١٣

او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: اى د یثرب (مدینې) اوسېدونكو! تاسو لپاره (د استوګنې) هېڅ ځاى نشته، نو بېرته وګرځئ او په دوى كې يوه ډله له نبي نه د بېرته تللو اجازت غواړي، دوى وايي: بېشكه زمونز كورونه تش پراته دي، حال دا چې هغه تش نه دي پراته، دوى اراده نه لري مګر د تېښتې (۱۳)

تفسیر
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې وویلې د منافقانو یوې ډلې مدینې والاوو ته: ای د یثرب (د مدینې نوم وو د اسلام څخه مخکې) خلکو، ستاسو پاتې کېدل نشته د خندق نږدې د سلع غره په لمن کې نو خپلو کورونو ته ستانه شئ، او یوې ډلې د پېغمبر علیه السلام څخه اجازه غوښتله چې خپلو کورونو ته په دې بهانه وګرځي چې هغه دښمن ته ښکاره دي، خو هغه ښکاره نه دي څرنګه چې دوی دعوه کوي، بلکه دوی په دروغو عذر وړاندې کولو سره له دښمن څخه تېښته غواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ