سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۱۴

وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا يَسِيرًا 14 ١٤

او كه په دوى (دغه لښكرې) په دې (مدینه) كې راننه ایستى شي د دې له (ټولو) اړخونو نه، بیا له دوى نه د فتنې (د شرك او له مسلمانانو سره د جنګ) غوښتنه وكړى شي (، نو) دوى به خامخا دغه (كار) وكړي او دوى به په دې كې ځنډ ونه كړي مګر ډېر لږ (۱۴)

تفسیر
او که چېرې دښمن پر دوی د مدینې له ټولو خواوو ورننوځي او له دوی وغواړي چې کفر او الله سره شریک نیولو ته بېرته وګرځي نو دوی به خامخا دښمن سره دا ومني، او په مرتد کېدلو او کفر ته بېرته ګرځېدلو کې به ځنډ ونکړي مګر لږ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ