سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۱۵

وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ ۚ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولًا 15 ١٥

او یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره عهد كړى و، چې دوى به شاګانې وانه ړوي او د الله عهد دى چې (د ده باره كې) پوښتنه كېږي (۱۵)

تفسیر
او پرته له شکه دغو منافقانو د احد په ورځ له جګړې د تېښتې وروسته ژمنې وکړې، که الله هغوی په بله جګړه حاضر کړي؛ نو له خپل دښمن سره به هرومرو جګړه کوي، د هغوی د وېرې له امله به نه تښتي، خو هغوی بيا هم ژمنه ماته کړه، بنده د هغه څه په اړه پوښتل کيږي چې له الله سره یې پرې ژمنه کړې وه او ژر به حساب ورسره پرې وشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ