سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۲۰

يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا ۖ وَإِنْ يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُمْ بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنْبَائِكُمْ ۖ وَلَوْ كَانُوا فِيكُمْ مَا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا 20 ٢٠

دوى په لښكرو ګمان كوي چې دوى نه دي تللي، او كه دغه لښكرې (بیا) راشي (نو) دوى خوښوي چې كاشكې په رښتیا دوى بانډېسیان وى په اعرابو (صحرايي خلقو) كې، چې ستاسو د خبرونو په باره كې يې پوښتنې كولى، او كه دوى په تاسو كې وى نو دوى به جنګ نه و كړى مګر ډېر لږ (۲۰)

تفسیر
دا بې زړه خلک ګومان کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو وژلو ته راټولې شوې لښکرې به تر هغې لاړې نشي تر څو د مومنانو بېخ ونباسي، او که فرض کړه دا لښکرې بیا راشي نو دا منافقان به خوښوي چې دوی دې د مدینې څخه بهر وي د کوچیانو سره، او ستاسو د حالاتو پوښتنې دې کوي: څه وشول پر تاسو پس له جنګ کولو له دښمن خپل سره؟ او که چېرې دوی ستاسو تر منځ وای -ای مومنانو- نو تاسو سره به جنګ ته نه تللی مګر ډېر لږ، نو تاسو یې پروا مه ساتئ، او مه پرې خفه کېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ