سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۲۲

وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَٰذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ ۚ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا 22 ٢٢

او كله چې مومنانو ډلې ولیدې، ويې ويل: دا هغه دي چې مونږ سره يې الله او د هغه رسول وعده كړې وه، او الله او د هغه رسول رښتیا ویلي وو، اودوى ته دغو زیات نه كړ مګر ایمان او (د الله حكمونو ته) تسليمېدل (۲۲)

تفسیر
او کله چې مومنانو د دوی د جنګ لپاره راټولې شوې لښکرې ولېدلې ویې ویل: دا هغه ازمیښت او مصیبت او مرسته ده چې الله او د هغه پېغمبر یې له مونږ سره ژمنه کړې وه، الله او د هغه پېغمبر په دې خبره کې ريښتیا ویلې وو، بېشکه چې واقع شو، زیات نکړل د دې لښکرو لېدل دوی لره مګر په الله ایمان او هغه ته غاړه ایښودل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ