سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۲۳

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا 23 ٢٣

په مومنانو كې ځینې داسې سړي دي چې هغه خبره يې رښتیا كړله چې په هغې يې له الله سره عهد كړى و نو ځينې په دوى كې هغه دي چې پوره يې كړ خپل نذر (عهد) او ځینې په دوى كې هغه دي چې انتظار كوي او دوى (په خپله خبره كې) تبدیلي نه ده كړې، هېڅ تبدیلي (۲۳)

تفسیر
په مومنانو کې ځېنې داسې نران دي چې الله سره یې ريښتیا ویلي، نو په څه يې چې الله سره ژمنه کړې په هغې یې وفا کړې کلک پاتې شوي او د الله په لار جهاد کې یې صبر کړی، له دوی څخه ځینې مړه شوي او یا د الله په لار کې وژل شوي، او ځينې یې لا د هغه په لار کې د شهادت انتظار کوي، او دغو مومنانو چې د الله تعالی سره په څه ژمنه کړې وه تبدیل یې نکړه لکه څرنګه چې منافقانو د خپلو ژمنو باره کې وکړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ