سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۲۷

وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَمْ تَطَئُوهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا 27 ٢٧

او هغه، تاسو وارثان كړئ د هغوى د ځمكو او د هغوى د كورونو او د هغوى د مالونو او د هغې ځمكې چې تاسو هغه نه وه پایمال كړې، او الله په هر شي باندې له ازله ښه قادر دى (۲۷)

تفسیر
او الله د دوی له هلاکت نه پس د هغوی د ځمکو مالکان کړئ چې فصلونه او خرما پکې وې، او د هغوی د کورونو او نورو شتمنیو مالکان شوئ، او د خیبر د زمکې مالکان هم شوئ چې تر اوسه مو پرې پښې نه وې ایښې، مګر زر ده چې پښې به پرې کېږدئ، او دا ژمنه او زېری دی مومنانو ته، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ