په نبي باندې هېڅ قدر حرج (او سختي) نشته په هغه كار (د نكاح) كې چې الله د ده لپاره مقرر كړى و، د الله (مقرر كړې) طریقه ده په هغو (نبیانو) كې چې له ده نه مخكې تېر شوي دي او دى د الله امر قطعي ټاكل شوې فیصله (۳۸)
تفسیر
پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې نه کومه ګناه شته او نه کومه تنګي چې الله هغه ته د خپل بللي زوی د طلاق شوې مېرمنې نکاح حلاله کړې ده، او په دې خبره کې له هغه مخکې نبيانو د کړنلارې پيروي کوي، نو هغه صلی الله عليه وسلم په دې کې کوم نوی رسول نه دی، او څه چې الله د دغه نکاح او زوی بلل کېدو له منځه وړلو پرېکړه کوي، په دې کې نبي نه رايه لري او نه اختيار، ترسره کېدونکې پرېکړه ده چې هيڅ ردوونکی نه لري.