سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 59)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۵۹

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 59 ٥٩

اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره (او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى (۵۹)

تفسیر
ای نبي! خپلو مېرمنو ته دې ووايه، خپلو لوڼو ته دې ووايه، او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: کوم پړوني چې اغوندي هغه دې پرځانونو را خپروي ترڅو د پرديو سړيو په مخکې د هغوی ستر ښکاره نه شي، دا ډېره نېږدې ده دېته چې هغوی وپېژندل شي چې هغوی آزادې دي، نو څوک به په آذيت رسولو سره نه ورته وړاندې کيږي لکه څنګه چې اينځو ته وړاندې کيږي، او الله له خپلو بندګانو څخه د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي، پر هغه مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ