سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 69)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
33
الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۶۹
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا ۚ وَكَانَ عِنْدَ اللَّهِ وَجِيهًا
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې موسٰى ته يې تكلیف رسولى و، نو الله هغه (موسٰى) پاك (او بري) كړ د هغه (الزام او دروغو) نه چې دوى ویل او هغه د الله په نېز ډېر مخور و (۶۹)
تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، رسول مو مه آزاروئ چې د هغو خلکو غوندې به شئ چې موسی يې آزارولو، لکه د هغوی لخوا د هغه په بدن کې عيب بيانول، نو الله له هغه څه برائت ورکړ چې هغوی ويل، د هغه سلامتي يې ورته په ډاګه کړه له هغه څه څخه چې هغوی به پسې ويل، او موسی د الله په وړاندې داسې مخور و، چې غوښتنه يې نه ردېدله او هڅه يې نه ناکامېدله.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: