سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۷۳

لِيُعَذِّبَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ وَيَتُوبَ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 73 ٧٣

(دغه وړاندې كول وو) د دې لپاره چې الله منافقانو سړیو او منافقو ښځو او مشركانو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي۔ او چې الله په مومنانو سړیو اومومنو ښځو باندې په رحمت سره رجوع وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۷۳)

تفسیر
انسان هغه د الله په تقدير پورته کړ، تر څو الله نارينه منافقانو او ښځينه منافقانو، نارينه مشرکانو او ښځينه مشرکانو ته د هغوی د نفاق او پر الله د شرک سزا ورکړي، او تر څو الله د هغو مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو توبه قبوله کړي چې د تکليفونو د امانت پورته کول يې په ښه توګه کړي دي، او الله خپلو هغو بندګانو لره بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ