سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۷

وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ۖ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا 7 ٧

او كله چې مونږ له نبیانو نه د دوى پخه وعده واخيسته او له تا نه او له نوح او ابراهیم او موسٰى او د مریمې له زوى عیسٰى نه، او مونږ له دوى نه ډېره پخه مضبوطه وعده واخيسته (۷)

تفسیر
او یاد کړه -اې پېغمبره- کله چې مونږ د پېغمبرانو څخه ټېنګه ژمنه واخیسته چې یوازې د یو الله عبادت به کوي او د هغه سره به څوک نه شریکوي، او کومه وحي چې دوی ته راغلې هغه به رسوي، او له تا مو ځانګړې (ژمنه) واخیسته، او له نوح او ابراهیم او موسی او د مریمې زوی عیسی څخه، له دوی مو ټېنګه ژمنه واخیسته چې وفاء به کوي په رسولو د الله د هغه رسالت (پېغام) کوم چې دوی ته په امانت ورکړل شوی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ