سوره سبأ (سبا) (آیت 11)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
34
سبأ(سبأ)، آیت ۱۱
أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ ۖ وَاعْمَلُوا صَالِحًا ۖ إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
چې ته پوره ارتې زغرې جوړوه او د (كړیو) په اوبدلو (بوڼلو) كې اندازه كوه ۔او تاسو نېك عمل كوئ، بېشكه زه هغه كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى یم (۱۱)
تفسیر
ای داوده! پراخه زغرې جوړوه چې جنګيالي دې د خپل دښمن له زوره يې وساتي، مېخونه يې د حلقو لپاره مناسب جوړوه، نو ډېر يې مه نري کوه داسې چې په هغو کې ځای پر ځای نه شي، او مه يې ډېر پېړوه چې پکې د ننه نه شي، او ښه کار کوه، بېشکه زه ستاسو د کړو ليدونکی يم ستاسو له کړنو هيڅ را څخه نه پټيږي او ژر به يې بدله درکړم.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: