سوره سبأ (سبا) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۱۲

وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ ۖ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ ۖ وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ ۖ وَمَنْ يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ 12 ١٢

او د سلیمان لپاره مو هوا (مسخر كړې وه) چې د هغې د ورځې د اولې حصې مزل یوه میاشت (لاره) وه او د هغې د ورځې د اخري حصې مزل (هم) یوه میاشت (لاره) وه او د ده لپاره مونږ د ویلې كړى شوې تانبې چینه وبهوله او (مسخر كړي مو وو) له پېرانو نه هغه څوك چې د ده په مخ كې به يې د ده د رب په حكم سره كار كاوه۔ (ورته ویل شوي وو چې) په دوى كې چې هر چا زمونږ له حكم نه سركشي وكړه (، نو) مونږ به په هغه د لمبې وهونكي اور د عذاب نه وڅَكوو (۱۲)

تفسیر
د داود زوی سليمان عليهما السلام ته مو باد داسې تابع کړی و چې له سهاره به يې د يوې مياشتې په اندازه مزل کولو او د ماښامه به يې د يوې مياشتې په اندازه مزل کولو، او د تانبې چينه مو ورته بیولې وه ترڅو له تانبې هغه څه جوړ کړي چې غواړي يې، او له پيريانو مو داسې ورته تابع کړي وو چې د هغه د پالونکي په امر به يې د هغه په وړاندې کار کولو، او له پيریانو چې کوم يو سرغړونه وکړي له هغه کاره چې موږ ورته امر کړی، د لمبه وهونکي اور سزا به وروڅکو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ