سوره سبأ (سبا) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۱۸

وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ ۖ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ 18 ١٨

او مونږه د دوى په مینځ كې او د هغو كلیو په مینځ كې چې مونږ په هغو كې بركت اچولى و۔ ښكاره (لارې ته نژدې) كلي جوړ كړل او د دغو (كلیو) په مینځ كې مونږ تګ راتګ په اندازه كړى و۔، تاسو ګرځئ په دغو (كلیو) كې، په شپو او ورځو، په داسې حال كې چې په امان به یئ (۱۸)

تفسیر
او موږ په يمن کې د سبا د خلکو او شام د هغو کليو ترمنځ چې برکت مو پکې اچولی وو نور نېږدي کلي هم آباد کړي وو، او په هغو کې مو تګ راتګ اندازه کړی و، داسې چې له يو کلي به يې بل کلي ته پرته له کومې ستونزې تګ راتګ کولو تر څو شام ته ورسيږي، او هغوی ته مو وويل: په دغو کې د شپې او ورځې له دښمن، لوږې او تندې څخه په ډاډ تګ را تګ کوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ