سوره سبأ (سبا) (آیت 1)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۱

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِي الْآخِرَةِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ 1 ١

ټول د كمال صفتونه يواځې هغه الله لره دي چې خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي۔ او خاص همده ته دي ټولې ستاينې په اخرت كې۔ او همدغه (الله) ښه حكمت والا، ښه خبردار دى (۱)

تفسیر
ټول د کمال او د جمال صفتونه يوازې هغه الله لره دي چې ټول هغه څه چې په آسمانونو کې او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي په دې حال کې چې هغه پیداکړي او هغه یې مالک دی او دهغه د څارنې لاندې دي، او هغه پاک ذات لره په آخرت کې ستاينه ده، هغه په خپل پيدايښت کې مخلوق لره او هغوی ته په پوره پاملرنه کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه خبر دی، چې له هغه هيڅ شی هم نه شي پټېدلای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ