سوره سبأ (سبا) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۲۴

قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَىٰ هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 24 ٢٤

(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ته له اسمانونو اوځمكې نه څوك رزق دركوي؟ ته ووایه چې ’’الله‘‘ او بېشكه مونږ، یا تاسو خامخا په هدایت باندې یو، یا په ښكاره ګمراهۍ كې یو (۲۴)

تفسیر
اې رسوله دغو مشرکانو ته ووايه: څوک له اسمانونو د باران په اورولو او له ځمکې د دانو، کښتونو، مېوو او نورو په راشنه کولو روزي درکوي؟ ووايه: الله هغه ذات دی چې تاسې ته ترې روزي درکوي، او موږ او يا تاسو اې مشرکانو يا پر لارښوونه يو او يا له لارې په څرګنده لار ورکۍ کې يو، نو زموږ يو خو هرومرو همداسې دی او په دې کې هيڅ شک نشته چې د لارښوونې څښتنان مؤمنان دي او د لار ورکۍ څښتنان هغوی مشرکان دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ