سوره سبأ (سبا) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۲۶

قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ 26 ٢٦

ته ووایه: زمونږ رب به زمونږ په مینځ كې جمع وكړي، بیا به زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړي او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى (۲۶)

تفسیر
هغوی ته ووايه: د قيامت په ورځ به الله موږ او تاسو را غونډوي، بيا به زموږ او ستاسو ترمنځ په عدالت پرېکړه کوي، نو حق والا به له باطل څخه بېل کړي، او همغه داسې پرېکړه کوونکی دی چې په عدالت پرېکړه کوي او پر هغه څه ښه پوه دی چې پرېکړه يې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ