سوره سبأ (سبا) (آیت 27)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
34
سبأ(سبأ)، آیت ۲۷
قُلْ أَرُونِيَ الَّذِينَ أَلْحَقْتُمْ بِهِ شُرَكَاءَ ۖ كَلَّا ۚ بَلْ هُوَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته هغه (معبودان) راوښیئ چې تاسو له هغه (الله) سره پیوست كړي دي، چې شریكان دي۔ (كله هم داسې نشي كېدى) بلكې همدغه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۲۷)
تفسیر
ای رسوله! هغوی ته ووایه: هغه کسان راته وښيئ چې له الله سره مو شريکان ګرځولي وو چې په عبادت کې مو ورسره شريکول، هيڅکله نه، امر به داسې نه وي لکه تاسو يې چې فکر کوئ چې هغه لره به شريکان وي، بلکې همغه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل پيدايښت کې مخلوق لره،او په هغه انداره کې چې لګولې یې ده او پخپله ژوره پاملرنه کې حکمت والا دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: