سوره سبأ (سبا) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۴۷

قُلْ مَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ 47 ٤٧

ته (دوى ته) ووایه: هغه چې ما له تاسو نه څه اجرت غوښتى وي، نو هغه دې تاسو لپاره وي، زما اجر نشته مګر په الله باندې دى او هغه په هر شي باندې ښه ګواه (او ښه خبردار) دى (۴۷)

تفسیر
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: ما که تاسو ته په راوړې لارښوونه او خير له تاسو د کومې بدلې او مزدورۍ غوښتنه کړې وي د شتون په صورت کې، هغه دې تاسو لره وي، زما بدله يوازې پر يو الله ده، او هغه پاک ذات پر هرڅه شاهد دی، او هغه د دې خبرې شاهدي ورکوي چې ما تاسو ته رسونه وکړه، او ستاسو پر کړنو شاهدي ورکوي، نو بشپړه جزا به يې درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ