سوره سبأ (سبا) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۵۳

وَقَدْ كَفَرُوا بِهِ مِنْ قَبْلُ ۖ وَيَقْذِفُونَ بِالْغَيْبِ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ 53 ٥٣

حال دا چې یقینًا دوى په ده سره له دې نه مخكې كافران شوي وو او دوى به بې له لیدلو ویشتل كول، له ډېر لرې ځایه (۵۳)

تفسیر
او له هغوی به څنګه ايمان حاصل او ومنل شي حال دا چې د دنيا په ژوند کې يې پرې کفر کړی او حق ته له رسېدو لېرې ګومان يې کړی دی، لکه د رسول صلی الله عليه وسلم په اړه د هغوی وينا چې کوډګر، کاهن او شاعر دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ