سوره فاطر (خالق) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۱۱

وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا ۚ وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ ۚ وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلَا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِي كِتَابٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ 11 ١١

او الله تاسو له خاورې نه پیدا كړي يئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې تاسو جوړې جوړې (ښځه او خاوند) وګرځولئ۔ او نه حامله كېږي هېڅ یوه ښځه او نه زېږوي (بچي لره) مګر د هغه (الله) په علم سره او د هېڅ عمر اوږد كړى شوي عمر نه اوږدول كېږي او نه د هغه له عمر نه كمى كولى شي مګر (دا هر څه) په كتاب كې (ثابت) دي، بېشكه دغه (د عمر لنډول او اوږدول) الله ته ډېر اسان دي (۱۱)

تفسیر
او الله هغه ذات دی چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړ، بيا يې تاسو له مني پيداکړئ، بيا يې تاسو نارينه او ښځينه وګرځولئ، چې په خپلو منځو کې ودونه سره کوئ، نه کومه مېرمن بچی اخلي او نه خپل بچی زيږوي مګر د هغه پاک ذات په پوهه سره، له هغه د دغو څخه هيڅ هم نه شي پټېدلای، د هغه له مخلوقه نه د چا په عمر کې زياتوالی راځي او نه ترې کميږي مګر دا په لوح محفوظ کې ليکل شوي دي، بېشکه دغه ياد شوی له خاورې ستاسو پيدايښت، په پړاوونو کې ستاسو پيدايښت او په لوح محفوظ کې ستاسو د عمرونو ليکل دا ټول پر الله آسانه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ