سوره فاطر (خالق) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۱۲

وَمَا يَسْتَوِي الْبَحْرَانِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ ۖ وَمِنْ كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا ۖ وَتَرَى الْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 12 ١٢

او هغه دواړه بحرونه (سیندونه) سره نه برابرېږي۔ دا یو خوږ دى، ډېر خوږ، (تنده ماتوونكى) دى، د ده اوبه په اسانۍ سره تېرېدونكې دي او دا (بل) تریو (او) سخت تریخ دى، او تاسو له هر یو ځنې تازه غوښې خورئ اوتاسو هغه زیوارت راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او ته په دغه (سمندر) كې كشتۍ وینې، په داسې حال كې چې (اوبو لره) څیرونكې روانې وي، د دې لپاره چې تاسو د هغه (الله) له فضله ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۱۲)

تفسیر
او هغه دوه دريابونه سره برابريږي نه دي: يو يې سخت خوږ، د خوږوالي له امله يې څښل آسانه دي، او دويم مالګين تروش د سخت تروش والي له امله يې څښل ناشوني دي او له دغو دواړو دريابونو تاسو تازه د ماهي غوښې خورئ او له هغو دواړو ملغلرې او مرجان را باسئ چې د ښکلا په موخه يې اغوندئ، او ای کتونکيه! ته کښتۍ وينې چې په خپل مخته او شاته تګ درياب پرې کوي، تر څو په سوداګرۍ سره د الله فضل ولټوئ، او ښايي تاسو د الله شکر وباسئ پر هغه څه چې پر تاسو يې ډېر خپل نعمتونه پېرزو کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ