سوره فاطر (خالق) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۱۴

إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ 14 ١٤

كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریك جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوك) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان (۱۴)

تفسیر
که چېرې تاسو خپل معبودان را بولئ هغوی ستاسو بلنه نه اوري، هغوی جمادات دي نه ژوند پکې شته او نه اورېدل ورلره شته، د فرض په ډول که هغوی واوري هم، نو ځواب نه شي درکولای، او د قيامت په ورځ به هغوی ستاسو د شرک او ستاسو دعبادت څخه[چې هغوی ته موکړی] بېزاره وي، ای رسوله! هيڅوک به تر الله پاک څخه زيات رېښتينی خبر درکوونکی نه وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ