سوره فاطر (خالق) (آیت 1)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
35
فاطر(فاطر)، آیت ۱
الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۚ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، ملايكو لره رسولان ګرځوونكى دى، (داسې ملايك) چې د وزرو والا دي، دوه دوه او درې درې او څلور څلور، هغه په تخلیق كې زیاتوي چې څه وغواړي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۱)
تفسیر
ټولې دکمال ستاينې هغه الله لره دي چې پرته له پخوانۍ بېلګې د آسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، هغه ذات چې پرېښتې يې استازي ګرځولې دي، تر څو د هغه اندازه کړي امرونه پلي کړي، ځينې يې نبيانو ته وحي رسوي او په ور سپارل شوي امانت کې پر هغوی واکمنې دي، او ځينې يې د دوو او دريو او څلورو وزرونو څښتنانې دي چې پرې الوزي تر څو هغه څه پلي کړي چې امر ورته پرې شوی دی، الله چې وغواړي په پيدايښت کې په غړي، ښايست او آواز سره زياتوالی راولي، بېشکه الله پر هرڅه ځواکمن دی هيڅ شی يې نه شي عاجزه کولای.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: