سوره فاطر (خالق) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۲۹

إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ 29 ٢٩

بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره۔، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي (۲۹)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې د الله هغه کتاب لولي چې پر خپل رسول مو نازل کړی او څه چې په هغو کې دي پر هغو عمل کوي، او په ښه توګه لمونځ کوي، او د زکات او په نورو لارو کې هغوی ته زموږ له ورکړې روزۍ په پټه او ښکاره لګښت کوي، پر دغو کړنو د الله په وړاندې د داسې سوداګرۍ هيله لري چې هیڅکله به ناچله نه شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ